20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نیمروز کې د سیلاو ځپلو کورنیو لپاره د مرستې د راټولولو کمپاین

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٢٧مه
د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د سیلاو ځپلو کورنیو لپاره د مرستې د راټولولو کمپاین پیل شو.
د نیمروز د مدني بنسټونو د شبکې مسوول عتیق الله نورزاد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې مدني بنسټونه او د طبيعي پېښو پر ضد ریاست د نیمروز د ولایتي شورا په همکارۍ، د خاشرود ولسوالۍ د اوسیدونکو د ملاټر او همدردۍ په موخه چې د وروستیو سیلاوونو له امله زیانمن شوي دي، درې ورځنی کمپاین په لاره اچولی دی.
ده وویل چې دوی هیله لري په دغه کمپاین کې د زیانمنو شویو کسانو لپاره یوه اندازه پیسې را ټولې کړي.
ختم/ ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.