22 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د وسله والو طالبانو د مهماتو...

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه يو بندي په تخار ولايت کې...

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د نيمروز ولايت د شهيدانو او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په دايکنډي کې د خبريالانو ورځ ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
په دايکنډي ولايت کې پرون د خبريالانو ورځ ونمانځل شوه .
د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه غونډه چې په دغه ولايت کې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د ولايت مرستيال ډاکتر محمد علي ارزګان،  د اطلاعاتو او فرهنګ  رييس، د کانونو رييس او په لسګونو  تنه ملي او سيمه ييزو خبريالانو ګډون کړى و . 
علي ارزګان د دغې ورځې د مبارکې په ويلو سره خبريالانو ته وويل: د هېواد په کاليزه کې د دغې ورځې درج کول د خبريالانو  د زحمتونو د ايستلو په خاطر دي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس حسين سيرت هم دغه ورځ خبريالانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: دخبريالانو ريښتنې هڅې او زحمتونه د دولت او ملت ترمنځ د اعتماد جوړولو  سبب شوي دي .
په پاى کې هغه سوغاتونه چې په پام کې نيول شوي و، ممتازو خبريالانو ته ورکړل شول.
  ختم_  عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.