22 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د وسله والو طالبانو د مهماتو...

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه يو بندي په تخار ولايت کې...

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د نيمروز ولايت د شهيدانو او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مېرمن درانۍ بخښنه وغوښته، خو د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د افسر د حيثيت پر اعاده کولو ټينګار کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
  د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د يوه افسر د عزت او حيثيت پر اعاده کولو ټينګار کړى دى چې د ولسي جرګې د تيرې دورې د يوې غړې له خوا ورته سپکاوى شوى دى .
د باختر آژانس دخبرله مخې: دوه ورځې مخکې د کابل ښار د کمر بند د صفر-يو قطعې افسر محمد ياسين د شهيد مسعود په څلور لارې کې هغه وخت د ولسي جرګې د شپاړلسمې دورې د غړې پروين درانۍ له خوا چې اوس کاري دوره يې پاى ته رسيدلې ده، سپکاوى  وشو چې له دغې مېرمنې څخه يې د وسلې او موټر  د کارت غوښتنه يې وکړه. د پوليسو له دغه افسر سره د پروين درانۍ د چلند څرنګوالى په تولينزو شبکو کې په پراخ ډول خپور شو چې بېلابېل غبرګونونه يې را وپارول  .
د ولسي جرګې دغه پخوانۍ غړې له زياتو انتقادونو سره مخامخه شوه .
له دغې پېښې وروسته د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د پوليسو دغه افسر ته د سپکاوي څرنګوالى له قانوني لارې څاري او د پروين درانۍ په اړوند کافي الزامي سندونه شتون لري  .
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي وايي چې دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ ته لارښوونه شوې ده چې دغه قضيه دې له څارنوالۍ سره په همغږۍ تعقيب کړي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد منصور اندرابي د کابل د ښاري کمربند د صفر -١  قطعې په افسر محمد ياسين مهرباني وکړه، د هغه پوښتنه وکړه او هغه يې د دغه هېواد د ژمن او وياړلي بچي په توګه ياد کړ او ټينګار وکړ چې د هغه عزت او حيثيت به يې اعاده کړي.
  په همدې حال کې پروين درانۍ په يوه پيغام کې چې له ټولنيزيو شبکو څخه خپور شو، د هېواد له جمهور رييس څخه د مرستې غوښتنه يې کړې ده او له هغه څخه يې غوښتي دي چې د يوې خور په شان له هغې سره مرسته وکړي . دغه راز د پوليسو له دغه افسر څخه هم بخښنه غوښتې ده.
  دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د هېواد جمهور رييس محمد اشرف غني د هېواد امنيتي بنسټونو ته لارښوونه کړې ده چې تر راتلونکو درې مياشتو پورې  دې له کابل ښار څخه د زرواکو ټغر ټول کړي .
  ختم_  مينه _ فرشته _ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.