دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
دبغلان ولايت  دکرنې اواوبو لګولو رياست نن ددغه ولايت په مالدارانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل.
دبغلان ولايت  دکرنې او اوبو لګولو وزارت دمالدارۍ عمومي آمر  تاج محمد احمدزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په پلخمري ښار کې  په درې سوه پنځوسو  مالدارانو دڅارويو  خوراکي توکي وويشل شول .
  ده وويل  چې دغه خوراکي توکي په وړيا  ډول په دغو مالدارانو وويشل  شول . ده وويل چې درې سوه شپيته ټنه واښه هم دهغو ولسواليو په مالدارانو چې دوچکالي له امله زيانمن شوي دي  هم ويشل کېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Tuesday, 19 March 2019 12:55
back to top