20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد د پوهنتونونو د استادانو اعتصاب د معاش د زياتوالي په خاطر نه، بلکې د هغه د ورکولو د قانوني کولو په خاطر دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه
د افغانستان د پوهنتونونو د سراسري اتحاديې رئيس پوهاند نجيب الله امرخېل نن د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پوهنتونونو د استادانو د اعتصاب علت د لوړو زده کړو د قانون د٣٥ مادې تطبيق ته نه پاملرنه  وبلله او زياته يې کړه چې دوى د حقوقو د زياتوالي په لټه کې نه، بلکې د لوړو زده کړو د علمي کدر د غړو د معاشونو او د نورو حقوقو د ورکولو د قانوني کېدو غوښتوونکي دي.
ده ټينګار وکړ چې په ټول هېواد کې د پوهنتونونو د استادانو د اعتصاب له وخت څخه  څه دپاسه يوه اوونۍ تيريږي، خو تراوسه پورې اړوندو مراجعو د دوى قانوني غوښتنو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
امرخېل زياته کړه چې پخوا د پوهنتونونو د علمي کادر غړو په ټول هېواد کې خپل حقوق د پخواني جمهوررئيس د تقنيني فرمان له مخې ترلاسه کول، په داسې حال کې  چې د نړۍ په هيڅ  ځاى کې داسې کوم څیز شتون نلري.
دده دڅرګندونوله مخې: د لوړو زده کړو وزارت مسوولينو څلور مياشتې مخکې د پوهنتونونو د علمي کادر د غړو د امتيازونو د مقررې د بشپړولو خبر ورکړى و، خو د ماليې وزير د مقررې له مخې د حقوقو له ورکولو څخه ډډه وکړه او هغه يې غيرعادلانه وباله .
ده زياته کړه: که چيرې اړونده بنسټونه د دوى غوښتنې چې د لوړو زده کړو د قانون         د ٣٥مادې تطبيقول دي؛ پاملرنه ونه کړي؛ تحصن به وکړي او آن په روان کال کې  به د لوړو زده کړو موسسو ته د شمولیت آزموينه تحريم کړي.
پاى \ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.