20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مبارکۍ پيغامونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني، جګپوړو دولتي مقاماتو او د افغانستان د ټول ملت په نامه د نوي لمريز کال د را رسيدو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه باختر آژانس ته رسيدلي دي.
په پيغامونوکې د ټولنيزو او اقتصادي ناخوالو پرخلاف د سختې مبارزې د نوي کولو ترڅنګ نوى لمريز کال د افغانستان ځوريدلو خلکو ته د خوښۍ، خوشحالۍ او د سمسورتيا کال هيله شوې ده.
دغه راز په پيغامونو کې د افغانستان د دولت او مخالفينو ترمنځ د خبرو بهير ته په پاملرنې سره ويل شوي دي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ  کور دى او دا افغانان دي چې کولاى شي د خپل راتلوونکي په باب په پوهې سره تصميم ونيسي او پرې نږدي چې د دوى دغه ګډ کور له دې زيات يجاړ شي.
په پيغامونو کې د افغانستان ټولو خلکو ته د نوي لمريز کال له امله مبارکي ويل شوې ده.
دغه پيغامونه د ځینو وزارتونو، د علمي، فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو، ګوندونو، ښوونځيو او د هېواد د لوړو زده کړو موسسو د مشرتابه هيتونوله خوا لېږل شوي دي.
پاى \ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.