20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د علمي کادر د غړو د معاش او امتيازونو مقرره په کابينه په اصولو کې تایید شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه
د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادر د غړو د معاش او امتيازونو مقرره چې د ماليې او عدليې د وزارتونو په همکارۍ د لوړو زده کړو وزارت له خوا چمتو شوې ده؛ له هغه وروسته چې د کابيني په غونډه کې طرحه شوه؛ د تائيد وړ وګرځيده.
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د لوړو زده کړو وزارت د دغه وزارت د علمي کادر د غړو او منسوبينو په استازيتوب د افغانستان د اسلامي  جمهوريت  د جمهور رئيس د هر اړخيز ملاتړ له امله چې له اکاډميکې کورنۍ سره يې لري، قدرداني او مننه کوي. دغه راز د ماليې وزارت د سرپرست او د دغه وزارت د منسوبينو او د عدليې وزارت د مشرتابه او منسوبينو د ملاتړ او همکارۍ له امله چې په دې لاره کې يې هر اړخيزې همکاري کړې ده، هم قدرداني کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د دغې مقررې تصويب د هېواد په نظام کې د علمي کادر د غړو د مقام د تثبيتولو په لاره کې يو ارزښتناک ګام بولي او دغه ستر برياليتوب چې په وروستيو کلونوکې بې سارى دى؛ د هېواد اکاډميکې ټولنې او د علمي کادرونو غړو ته مبارکي وايي او هغه د هېواد د تحصيلي کيفيت په ښه والي کې مهم او ګټور اقدام بولي.
پاى \ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.