20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بلخ کې څه د پاسه ٢٥٠٠ تنو د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي

په بلخ کې څه د پاسه ٢٥٠٠ تنو د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي

کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د بلخ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي...

په غزني کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

په غزني کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

- کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د غزني د ملي امنيت رياست منسوبینو تېره شپه...

لويه څارنوالي د برېښنا پوروړي تر عدلي تعقيب لاندې نيسي

لويه څارنوالي د برېښنا پوروړي تر عدلي تعقيب لاندې نيسي

کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د افغانستان برېښنا شرکت او لویې څارنوالۍ ترمنځ د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بزګر جشن په کابل کې ونمانځل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوري دريمه :
د بزګرجشن د خلکو په پراخ ګډون سره د کابل په بادام باغ کې دوام لري.
دغه جشن پرون د دولتي مقاماتو، بزګرانو، بڼوالو او د سلګونو تنو خلکو په ګډون د کابل په بادام باغ کې پيل شو .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه جشن هرکال د کابل ښار په بادام باغ کې جوړيږي چې حکومت او بزګران دغه ورځ د هېواد په ټولو ولايتونو او په تېره بيا کابل کې د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې نمانځي .
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وياند اکبر رستمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د سږ کال په جشن کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو په سلګونو تنه بزګران او بڼوال ګډون کړى دى چې يو شمېر بزګران خپل زراعتي محصولات په  ٢٠١ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي .
ده زياته کړه: په دغه نندارتون کې زراعتي محصولات، د ښځو لاسي صنايع او د فارمونو محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي چې ٣١ غرفې د ښځو په لاسي صنايعو  پورې مربوطې دي .
دى وايي: د نندارتون دويمه ورځ دى او د ننداره کوونکو شمېر زرګونو تنو ته رسيږي .
ويل کېږي دغه نندارتون پنځه ورځې دوام کوي .
   ختم _ ج _کرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.