22 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د وسله والو طالبانو د مهماتو...

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه يو بندي په تخار ولايت کې...

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د نيمروز ولايت د شهيدانو او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزير : په ١٣٩٨ کال کې دميکانيزه کرنې کچه دوه برابره کېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوري دريمه :
دکرنې او اوبولګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني وايي  چې دکرنې دميکانيزه کولو لپاره  ددغه وزارت ځواکمني ظرفيت زيات شوى دى او ټاکل شوې ده د  ١٣٩٨ کال  په بهير کې دافغانستان  کرنه دتيرکال په پرتله دوه برابره ميکانيزه شي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دراني چې دبزګردجشن په ورځ خبرې کولې زياته کړه ( زه په جرئت سره کولي شم اعلام کړم  چې په ١٣٩٨ کال کې دکرنې ميکانيزه کيدل د ١٣٩٧ کال په پرتله دوه برابره کېږي .
موږ به په روان کال کې  دتيرکال په پرتله په ولايتونوکې دوه برابره تراکتورونه ولرو . )
دراني ټينګار وکړ چې سږ کال داوارولو ماشينونه په زياته کچه دبزګرانو په واک کې ورکوي  .
ده زياته  کړه چې له دغو ماشينونو څخه ګټه اخستنه داوبو دلګښت په کمولو او دکرنې  له عصري کولو سره مرسته کوي .
دده دڅرګندونوله مخې ، دکرنې اواوبولګولو وزارت  دروان هجري لمريز کال لپاره دوه سوه ديرش  مليونه افغانۍ پور بزګرانو ته په پام کې نيولې دي. او دغه راز  دمحصولاتودودې لپاره داصلاح شويو تخمونو دويشلو کچه پنځوس سلنه زياتېږي .
دراني دغه راز ټينګار وکړ چې  دکرنې وزارت په بېلابېلو زراعتي او مالداري برخو کې دخصوصي برخې  دپانګونې لپاره بې ساري هڅونې  په پام کې نيولي دي .
دده دڅرګندونوله مخې، هر څوک چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي  دخپلې پانګې دهرې افغانۍ معادل دکرنې او اوبولګولو له وزارت څخه تخنيکي مرستې ترلاسه کړي .
سږ کال يو مليارده افغانۍ داوبو دادارې  يا داوبو دزيرمو دبيا چارچولو په خاطر په پام کې  نيول شوى دى .
دراني وويل  چې سږ کال شل زره هکتاره اب ريزه او په څلور زره هکتاره ځمکه کې  دطبي بوټو  ساحه احيا او دغه راز  دجلغوزو او بادامو  شپږ اعشاريه دو ه مليونه نيالګي ايښودل کېږي .او دغه راز  له سون توکوڅخه دګټې اخستنې   لپاره په دوه  سوه جريبه ځمکه کې  ځنګلونه  جوړيږي .
په همدې حال کې  ټاکل شوې ده د شپږ زره هکتاره ځمکې په ساحه کې دجلغوزي بڼونه او ديوزرو اووه سوه هکتاره کې په هغو ولايتونوکې دپستې بڼونه جوړ شي  چې تراوسه پورې په هغو کې دغه شان بڼونه نه دي جوړ شوي .
نصير احمد دراني وايي چې دکرنې اواوبولګولو وزارت په روان کال کې له بزګرو ښځو سره دمرستې لپاره په پام کې لري  چې په  ٣٦ زره بزګرو ښځو چرګان ، اوڅاروي وويشي  او دسبو کورنى بڼونه جوړ کړي  او د شاتو دمچيو مرسته وکړي
دراني ټينګار وکړ چې له بزګرو ښځو سره دمرستې په خاطر پنځه سوه مليونه افغانۍ په پام کې نيول شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.