20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دښځو دچارو وزارت ښځينه خبريالانې وستايلې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوري دريمه :
دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري نن  په کابل کې  ٢٠ تنه ښځينه خبريالانې  وستايلې .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت په دغه وزارت کې جوړه شوه دښځو دچارو وزيرې  دلبر نظري  خبرې وکړې او دښځينه خبريالانو ستايل يې دکب دورځې  ٢٧ دخبريالانو په ملي ورځې پورې اړوند وباله او ويې ويل  چې په افغانستان  کې خبريالان په ډيرو سختو شرايطو کې  کارکوي چې ښايي هره ګړۍ  ددوى ژوند  له خطر سره مخامخ وي  او ځينو دغو خبريالانو په دې لاره کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي 
دې په ټولنه کې دخبريالانو رول مهم وباله او زياته يې کړه چې درسنيو له ټولو خبريالانو څخه غواړو چې له يو بل سره ژمن واوسي
دښځو دچارو دوزارت مالي اواداري معينې نبيې مصلح هم  په دې غونډه کې خبرې  وکړې او دخبريالانو له مصوونيت  سره يې اړيکې ونيولې.
دغه راز په دې غونده کې دسولې دعالي شوراغړې او دکليد ګروپ  ريسې نجيبې ايوبي هم  خبرې وکړې او ويې ويل چې دخبريالانو سمون  مهم دى  اورسنې بايد دنظام دلاس ته راوړنو په ساتنه  کې هڅې وکړي .
ددغې غونډې په پاى کې دخبريالانو په استازيتوب شلو تنو خبريالانو ته ستاين ليګونه ورکړل شول .
  ختم_  شکريه- اکرم


 

Last modified on Saturday, 23 March 2019 12:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.