20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار قومي مشران: طالبان بايد بين الافغاني خبرې ومني

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه
د ننګرهار ولايت قومي مشرانو د يوې غونډه په ترڅ کې له طالبانوڅخه وغوښتل  چې له بهرنيو هېوادونو سره د خبرو پرځاى بين الافغاني خبرې پيل کړي.
دغه مشران وايي: که چيرې طالبان په رښتيا سوله غواړي،  له حکومت سره دې مخامخې خبرې اترې پيل کړي .
په دې غونډه کې د ننګرهار ولايت  له بېلابېلو قومونو سره په سلګونو تنو قومي مشرانو ګډون کړی و .
يو قومي مشر لعل آقا کاکړ وويل: که چيرې طالبان په رښتيا سوله غواړي، له بهرنيو هېوادونو پرځاى دې بين الافغاني خبرې پيل کړي .
ده دغه راز له زلمي خليلزاد څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دايمي سولې ته د رسېدو لپاره د خبرو لورى دې د حکومت او خلکو په رول متمرکز کړي .
د شينوارو قومي مشر  چترال همت په دې غونډه کې له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د هېواد د دښمنانو په اشاره دې په هېواد کې په ويجاړيو او د وينې په تويولو لاس پورې نه کړي او د سولې لاره غوره کړي .
ختم _  ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 24 March 2019 11:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.