20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بادامو د ګل ورځ په سمنګانو کې ونماځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه
د بادامو د ګل فرهنګي غونډه په سمنګانو ولايت کې جوړه شوه .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د «بادامو ګل» په نامه ادبي او فرهنګي غونډه او مشاعره پرون د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکوښارکې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د دولتي ادارو د يوشمېر  رييسانو، د مدني ټولنې د غړو او د لسګونو تنو شاعرانو او ليکوالانو په ګډون د دغه رياست د کنفرانسونو په سالون کې جوړه شوه .
د سمنګانو والي عبداللطيف  ابراهيمي د دغه ولايت خلکو ته د نوي کال د مبارکۍ په ترڅ کې وويل چې بادام ښکلي ګلونه لري او دغه وچه ميوه ښه خوند لري او ډير ګټور دى او مادي ارزښت يې هم ډير زيات دى او نن د سمنګانو ولايت په زرګونو خلک د بادامو د سوداګرۍ له لارې خپل ژوند تامينوي او هرکال په مليونونو افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.
هغه، نوی کال د سولې، امنيت، دوستۍ او د هېواد د ورونو مليتونو ترمنځ  د برکت او روغې جوړې کال هيله وکړه .
شاعرانو او ليکوالانو خپل شعرونه چې د بادامو د ګل او نوروز په مناسبت ليکلي و، ولوستل .
د غونډې په پاى کې د عکاسۍ، خطاطۍ او د انځورګرى نندارتون هم پرانيستل شو.
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 24 March 2019 11:57

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.