20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جوزجان کې ۸۰ ښوونځي بیا پرانیستل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د وري دمياشتې٤ نيټه:
په جوزجان ولايت کې د نوي تعليمي کال په پيل سره ۸۰ ښوونځي بیا پرانیستل شول.
دغه ښوونځي له دوو کلونو را په دې خوا د وسله والو طالبانو او داعشيانو تر ادارې  لاندې سيموکې تړل شوي وو.
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس عبدالحى يشين باختر آژانس ته وويل چې دغه ښوونځي د قوش تيپې او درزآب په ولسواليوکې د داعشيانو له خوا تړل شوي و او ټول تجهيزات يې له منځه وړل شوي و چې پرون بيا پرانیستل شول.
خبرځاى زياته کړه چې په ١٣٩٧ کال کې د دغه ولايت په کچه د١٤ ښوونځيو نوې  ودانۍ جوړې شوې او د ٢٥نورو ښوونځيو ودانۍ ترميم او بيا رغاول شوې دي .
ده زياته کړه: سږکال هيڅ ښوونځی د زده کوونکو پرمخ تړلى نه دى او د نجونو او هلکانوپه ګدون څه دپاسه دوه زره تنه زده کوونکي ددغه ولايت د مرکز او ولسواليو       په ليسو او لومړنيو ښوونځيوکې په زده کړې بوخت دي.
پاى \ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.