23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات د ادارو له خوا د برېښنا شرکت د پورونو په ورکولو ټينګار وشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
په هرات ولايت کې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي د برېښنا شرکت د پورونو د راټولولو په لاره کې جدي همکاري وکړي .
  د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د هرات برېښنا شرکت له رييس او مسوولينو  سره په کتنه کې د دغه شرکت د خدمتونو پر ښه والي او پراختيا ټينګار وکړ .
د هرات والي د ملي شرکت په توګه د برېښنا شرکت د پورونو د راټولولو په برخه کې همکاري، د خلکو د اړتيا وړ برېښنا د تامينولو په لاره کې دټولو دولتي ادارو  ضروري مکلفيت وباله او ويې ويل: له هغو مشترکينو سره چې د برېښنا د لګښت د پيسو له ورکولو څخه ډډه وکړي، قانوني چلند کېږي .
دغه راز د هرات د برېښنا شرکت رييس محمد طيب عارف هم د هرات برېښنا شبکې د خدمتونو دکيفيت او ښه والي په لاره کې د پرمختيايي پروګرامونو يادونه وکړه او ددغه شرکت مهمه ستونزه د برېښنا د لګښت د پيسو د ورکولو په برخه کې په ولسواليوکې د يوشمېر مشترکينو نه همکاري اعلام کړه.
  د برېښنا شرکت دغه راز د هرات په ختيځ کې د څلور ګونو ولسواليو د برېښنا شبکې د جوړولو کار د پرمختګ په اړوند هم د ولايت مقام ته رپوټ ورکړ او ويې ويل: د وروستي رپوټ له مخې، په دغو ولسواليوکې د برېښنا رسونې کار ۸۰ سلنه بشپړ شوى دى.
ختم_ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.