22 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خلک : خداى دې هغو کسانو ته چې دلارو دبندښت سبب کېږي سزا ورکړي .

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دغبرګولى دمياشتې لومړى نيټه...

اته کسيزه ډله شوکماران په کابل کې ونيول شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دملي امنيت موظفينو په رييس...

دکابل واټونه بيا پرانستل شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دکابل ښار هغه واټونه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل ښاروالۍ دکابل ښار دپرمختيا چوکاټ برابر او تدوين کړى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
کابل ښاروال احمد ذکي  سرفراز  دکابل ښار دپرمختيا دچوکاټ دبرابرولو  او ترتيبولو خبرورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې ، کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز چې نن يې  دحکومت درسنيو په مرکز کې دکابل ښاروالۍ  دکلني رپوټ ورکونې په پروګرام کې  خبرې کولې ، وويل  چې په  ١٣٩٧  کال کې  دکابل ښاروالۍ  يوه ستره لاسته راوړنه دکابل ښار دپرمختيا دچوکاټ تدوين او برابرول دي .
  ده زياته کړه  چې، دغه چوکاټ په راتلونکو پنځلسو کلونوکې دکابل ښار  لرليد دى  چې په حقيقت کې  د نورو ماسترپلانونو په دوام دکابل ښار  پنځم ماستر پلان دى .
ذکي د دغه چوکاټ په باب  په تفصيل سره خبرې  وکړې او ويې ويل  چې متخصصينو هڅه کړې ده  چې جزئياتو ته پاملرنه وکړي  او پروګرامونه له اړتياو سره سم  برابر کړي .
ده وويل: هغه کارچې په تېرو وختونو او په نورو  ماسترپلانونوکې  نه وو ترسره شوى له همدې امله يې  تطبيقي اړخ نه درلود .
ده زياته کړه  چې دغه ماسترپلان  په شپږو ټوکو کې  برابر شوى دى  چې په لسګونو لنډ مهالې او اوږدمهالې پروژې پکې شاملې دي او کابل ښار ته ښه تګلورى پرانېزي .
   کابل ښاروال په خپل  کلني رپوټ ورکونه کې  د ترسره شويو فعاليتونو د يادونې تر څنګ وويل  چې کابل ښاروالي  په دې بريالۍ  شوې ده چې  د دولت په بودجې کې څلور مليارده افغانى ورزياتې کړي . چې دغه ارقام  د ښاروالۍ په تاريخ کې   بې ساري دي .
ده دغه راز په تېرمالي کال کې د دغې ادارې دپرمختيايي بودجې د ٩٢ سلنې دلګښت  خبر هم ورکړ .
ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Friday, 19 April 2019 12:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.