21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

د نمک آب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د تخار د نمک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په زابل کې د سولې مشورتي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قلات باختر د وري د میاشتې ۳۱ مه
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د سولې د مشورتي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې.
ځايي چارواکي وايي چې له یاد ولایت څخه د سولې مشورتي جرګې لپاره دولسو تنو ځوانانو او نجونو ځانونه نوماند کړي وو چې دوه تنه د سولې په مشورتي جرګه کې د ګډون لپاره لاره پیدا کړه.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئېس عبدالرزاق بشر د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، په دغو ټاکنو کې ټولې ۱۳۰۰رایې وکارول شوې چې له ځوانانو څخه روح الله حکیمي د ۲۵۰ رایو او بي بي سمیرا د ۴۹ رایو په اخېستلو سره د سولې په مشورتي جرګه کې د ګډون لپاره لاره پيدا کړه او بریالي اعلام شول.
ټاکل شوې د سولې مشورتي لويه جرګه د غويي په ۹مه کابل کې د شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو په شتون کې ترسره شي چې پکې به ټول ګډون وال د سولې په اړه خپل نظريات شريک کړي.پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.