27 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د پکتيکا هوايي ډګر په مخابروي دستګاو سمبال شو

کابل/ د تلي٦مه/ باختر د ملکي هوايي چلند ادارې پرون...

په کندز او بغلان کې څوارلس ماینونه شنډ شول .

کابل د تلې ۶ باختر دفاعي منسوبانو د کندز او...

په هرات کې د پوليسو لسګونو منسوبان له دندو لېرې کړاى شول

هرات / د تلي٦مه/ باختر د هېواد د کورنيو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په تالقانو ښارکې د يوه سړک د پخولو کار پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱ نېټه
د تخار ولايت په تالقانو ښارکې د پنځلسو کيلومترو په اوږدوالي يو سړک پخيږي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د دغه سړک د پخولو کار نن د دولتي ادارو د رييسانو، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د منسوبينو او د قومي مشرانو په شتون د تخار د والي عبدالحق شفق له خوا پيل شو.
ويل کېږي دغه سړک د څه دپاسه ۶۵۳ زره افغانيو په لګښت د هېواد دماليې وزارت له بودجې څخه د ولسي تړون د ملي پروګرام په تخنيکي مرسته جوړيږي.
د تخار د کليو د بيا جوړولو  او پراختيا رييس وويل چې د دغې پروژې د کار په بهيرکې ۹ زرو ۳۸ تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده او د سلګونو کورنيو ترانسپورتي ستونزې لرې کېږي .
سرچينې زياته کړه چې د دغې پروژې د تطبيق  موخه د خلکو د ستونزو لرې کول او د بې وزلو کسانو او مهاجرينو لپاره د کار د زمينې برابرول دي.
د دغه سړک د کار په بشپړيدو سره د عبدالله ابن مسعود، افغانانو، ملا عظيم الدين او ارباب رحيم الدين کلي سره نښلول کېږي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.