په فارياب ولايت کې درې سوه اړوکورنيو ته خوراکي توکي وويشل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه :
په فارياب ولايت کې نن درې سوه اړو کورنيو دخوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په دغو مرستو کې چې اوړه ، غوړي ، لوبيا او بوټونه شامل دي دمحمد حنيف ياردم خيريه بنسټ او يوبل افغان سوداګر له خوا هغو کورنيو ته چې دوروستيو جګړو له امله دناامنو ولسواليو څخه ميمنې  ښار کې ميشت شوي دي وويشل وشوې .
  دفارياب  سيمه ئيز مسوولان  په نږدې  راتلوونکي کې  نورو اړو کسانو ته هم دنورو مرستو خبرورکوي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

back to top