د برښنا رسونې د څو پروژو د تړون لاسلیک او د برښنا له غلو سره مبارزه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه
د افغانستان برښنا شرکت له بېلابېلو شرکتونو سره د ۳۴۸ ملیونه افغانیو څخه ډیر په ټولیز لګښت د برښنا شرکت د لسو بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د برښنا شرکت د دریو پروژو تړونونه د رسنیو په حضور کې د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئيس انجنیر امان الله غالب له لوري د قراردادي شرکتونو له استازیو سره لاسلیک شول.
په دغو تړونونو کې لومړی پروژه د افغانستان برښنا شرکت فني کارکوونکو، صفاکارانو او موټرچلوونکو لپاره د اوړي او ژمي د جامو برابرول او تدارک  دي چې تړون یې د افغان میرمنو ( سلیم نثارد جامو وینځلو او د البسې د تولید) شرکت سره لاسلیک شو او دوه نورې پروژې د هرات ولایت په چشت شریف او اوبې ولسوالیو کې د ۰،۴/۲۰ کیلو ولت توزیعي شبکو نصب او انستالیشن تړون  د اطلس افروز شرق شرکت سره او د هرات ولایت په کرخ او پشتون زرغون ولسوالیو کې د ۰،۴/۲۰ کیلو ولت توزیعي شبکو نصب او انستالیشن تړون د نوین سیمیا شرکت سره لاسلیک شو.
د پورته دریوو پروژو ټولیز ارزښت (۲۱۷،۱۷۲،۳۴۸) افغانۍ دی چې لومړۍ پروژه به له تړون وروسته د دوو میاشتو په بهير کې او دوه نورې پروژې به د نهو میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
همدارنګه د افغانستان برښنا شرکت په ټول هیواد کې د هغو اشخاصو د نومونو د افشأ کولو کمپاین هم اعلام کړ چې د برښنا انرژي غلا کوي او همدارنګه د لګول شوې برښنا د پیسو په ورکړه کې ناغيړي کوي.
له بله اړخه، د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت د تحقق موندلو په موخه د افغانستان برښنا شرکت په پنځو ولایتونو لکه فراه، غور، ارزګان، زابل او دایکندي کې چې د دیزلي جنراتور له لارې یې برښنا تامینیږي په دوو دورو کې د برښنا په تعرفې کې د ۳۰ سلنه کموالي د راتلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ددې طرحې پر بنسټ، د افغانستان برښنا شرکت د مسوولیت په درک کولو سره پریکړه وکړه څو د هغو پيرودونکو ستونزو ته چې د برښنا د تعرفې د لوړوالي له امله نشي کولای له برښنا څخه ګټه پورته کړي رسیدګي وکړي او برښنا ته د هغوي د لاسرسي زمینې برابرې کړي.
د یادونې وړ دي چې د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه تراوسه پورې د اوو نورو پروژو تړونونه هم د  (۱۳۱،۰۰۴،۳۱۰ ) افغانیو په ټولیز لګښت سره د افغانستان برښنا شرکت له لوري په شرایطو برابر قراردادي شرکتونو له استازیو سره لاسلیک شوی دي. په یادو اوو پروژو کې د وچ سوچونو او د مرکز د سوچبوردونو برابرول او تدارک، د کابل برښنا د ضرورت وړ ۴۰۰۰ پایو ۶ میتره صندوقونو تدارک، د پلخمري دستنوجوړولو آمریت د اړتیا وړ په بېلابېلو سایزونو د ۴۵۰۰ آهن کانکریتي ستنو د تولید لپاره د ۱۰ قلم جنس تدارک، د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بته کشان کلي د برښنا رسونې پروژې لپاره د ۴۴ قلمه تجهیزاتو تدارک، د بلخ برښنا حوزې د کلیو د اړتیا وړ ۳۰۰ آهن کانکریټي ۱۲ متري ستنو او ۲۰۰ آهن کانکریټي ۱۰ متري ستنو برابرول او تدارک، د بغلان برشنا د دشت آلوان سب ستیشن، پشته سرخ جبل السراج، د کابل شمال لویدیځ سب ستیشن د برښنایي، ساختماني، بطریو او پلاستیکي سرغچونو تدارک او په دوه لاټو کې شامل د تجارتي ریاست د ترانسفارمرونو تهیه او تدارک او د کابل برښنا د سروبي د برښنا مدیریت د اړتیا وړ د متفرقه تجهیزاتو چمتو کول شامل دي.
د برښنا د پورته لسو پروژو ټول ارزښت چې د ۱۳۹۸ کال په بهير کې له بېلابېلو شرکتونو سره لاسلیک شوي (۳۴۸،۱۷۶،۶۵۸) افغانۍ دی.
په همدې حال کې، د افغانستان برښنا شرکت په پام کې لري چې له دې خبر پاڼې سره ضمیمه شوې پروژې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپاري.پاى-فضل واحد

 

Last modified on Wednesday, 15 May 2019 06:25
back to top