21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

کابل باختر دثور ٣٠مه : په کندز ولايت کې نن په...

 په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دثور ٣٠مه : لس تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خبرتيا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۶مه
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا !
نړيوالو سياليو ته د ممتازو حافظانو د پېژندنې او معرفي کولو په مقصد د قرآن عظيم الشان د قرائت له اصولو سره سم، د حفظ د سراسري سياليو لسم پړاو د دغه وزارت له لوري ترسره کېږي.
ټولو علاقمندانو او مينه والو ته چې په تجويد سره د قرآن عظيم الشان بشپړ حافظ وي او ښه غږ ولري او عمر يې د روان کال تر پاى پورې له  ٢٥ کلونو څخه زيات نه وي؛ د روان کال د غويي د مياشتې له ۳۰ مې څخه د غبرګولي د مياشتې تر  ٢١  مې نېټې پورې د سهار له اتو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې، د نوم ليکنې او په سيالۍ کې د ګډون په خاطر د تابعيت له تذکرې سره د کابل د نوي ښار د فيض محمدخان په څلور لاره کې، د حج رياست په الحاقيه ودانۍ کې د قاريانو چارو رياست ته ورشي او يا هم له (٠٧٤٧٥٥٧١٧١-٠٧٤٧٥٥٨١٨١ ) شمېره ټيلفونونو سره دې اړيکه ونيسي.
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.