25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو...

طالبان :  له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى...

په پلخمري کې  دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

په پلخمري کې دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

پلخمري /باختر/ دچنګاښ ٣مه : په بغلان کې دبې کيفيته او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې د کاسا -١٠٠٠پروژه کې د کارکوونکو د استخدام په خاطر رقابتي آزموينه واخيستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ۲۶ مه
په ننګرهار ولايت کې ٣٨٦ تنو کارکوونکو پرون د (کاسا -١٠٠٠) پروژې په ټولنيز او ملاتړيز پروګرام کې د ټولنيزو کارکوونکو په توګه د شموليت په آزموينه کې ګډون وکړ .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه آزموينه د (کاسا -١٠٠٠)پروژې د انجنيری ملاتړيز پروګرام په برخوکې د ټولنيزو کارکوونکو  په توګه د  ٣٨٦تنو د استخدام په مقصد د ننګرهار د والي او د دغه ولايت د اړوندو مسوولينو په وړاندې واخيستل شوه.
د (کاسا -١٠٠٠) ملاتړيز او ټولنيز پروګرام پاکستان ته د افغانستان له لارې له تاجکستان او قرغزستان څخه د برېښنا د لېږدونې پروژه ده.
دغه پروژه د مرکزي او جنوبي آسيا د برېښنا له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کېږي  چې د  ١٣٠٠ ميګا واټو برېښنا د ليږدونې ظرفيت به ولري.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت دولسي تړون ملي پروګرام د انرژۍ او اوبو وزارت ترڅنګ د (کاسا -١٠٠٠) د حمايتي او ټولنيزې پروژې په تطبيق کې ونډه لري.
ختم _  مينه _ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.