26 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د نشه يي توکو قضيې په سلو کې پنځوس زياتې شوي دي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه : دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې...

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٤مه نن د چنګاښ ٤مه د کابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د ښوونکو د اعتصاب دوام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه
په هرات ولايت کې د ښوونځيو د ښوونکو اعتصاب دغه راز دوام لري .
له څو ورځو راپدېخوا چې د هرات ولايت ښوونکو په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دى او درسي ټولګيو ته نه حاضريږي؛ اعتراض کوونکو د خپل کاري اعتصاب دليل ښوونکو ته د مسوولينو نه پاملرنه او د هغوى د معاشونو کمښت وباله .
د هرات ولايت د ښوونکو منتخب استازي محمد صابر مشعل باختر آژانس ته وويل چې دغه اعتصاب تر هغه وخته پورې دوام کوي چې مسوولين د ښوونکو پوښتنو ته پاملرنه وکړي او هغه وڅيړي او هيچا اجازه نه لري چې د ښوونکو په ګواښولو سره د هغوى د مدني حرکت مخه ونيسي.
د هرات ولايت د پوهنې رييس روح الله ازهد وايي: موږ تل د خپلو درنو ښوونکوله حقوقو څخه چې يو زيارکښ قشر دى؛ دفاع کوو. څو طرحې وزارت ته لېږل شوې دي چې ان شاالله دغه طرحې به ډير ژر بشپړې شي.
د هرات ولايت د «فکري سلجوقي» ليسې ښوونکي عبدالواسع تيموري وويل:  د ښوونکو استازو څو ځلې د پوهنې له رييس سره وکتل او د خپلو معاشونو د زياتوالي پوښتنه يې وکړه، خو په مرکز کې مسوولينو د دوى غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه او د همکارۍ کوم ځواب يې نه دى ورکړى چې په نتيجه کې ښوونکو له کاري اعتصاب پرته بله چاره نه درلوده او دغه اعتصاب به تر هغه وخته پورې چې ستونزه حل نه شي؛ دوام وکړي.
په هرات ښارکې يوه معترض ښوونکي وويل چې مسوولينو د هغوى په غير حاضرولو او ګواښولو سره له ښوونکو څخه غواړي چې درسي ټولګيو ته حاضر شي، خو د ښوونکو معاشونه ډير کم دي او د هغوی د ورځني ژوندانه لپاره کفايت نه کوي او تر هغه پورې چې د ښوونکو غوښتنې ونه څيړل شي؛ له اعتصاب څخه لاس نه اخلي.
ختم- ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.