15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په لويديځ کې د پاشدان بند د جوړولو په کار کې پرمختګ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه
د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د جوړولو کار نږدې ٤٥سلنه    بشپړ شوى دى.
د پاشدان بند د جوړولو د کار له بهير څخه د هرات د والي عبدالقيوم رحيمي له کتنې سره جوخت د دغه بند د جوړونکي شرکت مسوولينو ټينګار وکړ چې د دغې پروژې کار له ټاکلي مهال ويش سره سم پرمخ ځي .
د هرات والي د دغې کتنې په بهير کې د کارګرانو او انجنيرانو د هلوځلو  له امله قدرداني وکړه او ويي ويل: د دغې پروژې د جوړولو په کار کې په کافي اندازه پرمختګ شوى دى.
د هرات د ولايتي شورا مرستيال توريالي طاهري وويل چې کرخ د ولسوالۍ  خلک د زياتو کلونو راپدېخوا د پاشدان بند جوړولو ته سترګې په لاره دي.
د هېوادوال د ساحتماني شرکت استازي انجنير محمدظريف چې د پاشدان بند د جوړولو مسووليت لري وايي چې په ٢٤ ساعتوکې له ٣٠٠  څخه تر ٢٥٠ تنو پورې کارګران د دغې پروژې په بېلابېلو برخوکې کار کوي.
د پاشدان د اوبو بند د ١٤ زره هکتاره زراعتي ځمکې په خړوبولو  سربيره د دوو ميګا واټو برېښنا د توليد او د ٤٥ ميليونو مکعب مترو اوبو د زيرمه کولو او ساتلو ظرفيت لري.
په هرات کې اقتصادي کارپوهان په دې باور دي: که چيرې حکومت په هرات کې د اوبو د بندونو جوړولو ته پاملرنه وکړي، په اقتصادي ودې سربيره اقتصادي حالت او د کارموندنې زمينې هم په هېوادکې برابريږي.
د دغه بند د جوړولو کار په١٣٩٠ کال کې د ١١٧ ميليونو ډالرو په لګښت  پيل شو او ټاکل شوې وه کار يې په درېيو کلونوکې بشپړشي، خو اوس د نږدې اوو کلونو په تېريدو سره د هغه د جوړولو کار  څه ناڅه ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.
د پاشدان د اوبو بند د سلما له بند وروسته په هرات ولايت کې د اوبو له سترو بندونو څخه دى چې په کرخ ولسوالۍ کې موقعيت لري .
  ختم-شکريه –اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.