په پنجشير کې په سلو بې ځايه شويو کورنيو دخوراکي توکي مرسته .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
په پنجشيرولايت کې نن په سلو بې ځايه شويو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
دغه مرستې دترکيې هېواد دهمکاريو  دانسجام دموسسې له خوا شوې ده .
په دغو مرستو کې اوړه ، وريجې ، غوړي  ، نخود ، لوبيا ، چاى ، بوره ، آش اومکروني شته .
  دپنجشير  دوالي وياند عبدالودود علي مردان  باختراژانس ته وويل چې دغه توکي دترکيې دهمکاريودانسجام دموسسې ددفتر دمرستيال يوسف  اکچه  او ددغه ولايت  درهبري داستازي په شتون  په سلو مستحقو کورنيو وويشل شول.
  دغه کورنۍ چې دوروستيو ناامنيو له امله دبدخشان ولايت دکران او منجان له ولسوالۍ  څخه تښتيدلي وو همدا اوس دپنجشير  په پريان ولسوالۍ کې  استوګن شوي دي .
  ختم_+ عطاالله – اکرم

 

back to top