26 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د نشه يي توکو قضيې په سلو کې پنځوس زياتې شوي دي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه : دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې...

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٤مه نن د چنګاښ ٤مه د کابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په مزارشريف کې ملي سوداګر په ارزانه بيه خلکو ته خوراکي توکي وړاندې کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دبلخ  ولايت سوداګر ددغه ولايت دمشرتابه په همکارۍ په بازار کې دتوکو دبيو دماتولو او له بې وزلو او اړو کسانو سره دمرستې په خاطر  سرله نن څخه دروژې دمبارکې مياشتې تر پاى پورې دمزارشريف ښار په دريو ساحو کې هره ورځ  په ارزانه بيه داوړو او دنورو خوراکي توکو په پلورنې اقدام کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دبلخ ولايت مرستيال محمد بشير  توحيدي دملي سوداګرو ددغه نيک اقدام په ستاينې  سره وويل چې ملي سوداګر دروژې دمبارکې مياشتې په درناوي او په بازار کې دتوکو د بيو دماتولو او ددغه ولايت له بې وزلو او اړو خلکو سره دمرستې په خاطر دمزارشريف ښار په دريو ساحو کې هره ورځ   له بازار څخه په ټيټه بيه داوړو اودخلکو دلومړنيو اړتياوړ نورو توکو په پلورنې  لاس پورې کوي
ده وويل چې دبازار حالت دبې وزلو خلکو لپاره ډير دانديښنې وړ و او په همدې موخه ملي سوداګرو دغه تصميم ونيوه .
دمزارشريف اوسيدونکو دملي سوداګرو ددغه ښه اقدام په ستاينې سره له هغوى څخه وغوښتل چې دروژې دمبارکې مياشتې له پاى ته رسيدو وروسته هم دغه کار ته دوام ورکړي .
ديادونې وړ ده چې دملي سوداګرو له دغې پريکړې سره سم يوه پنځوس کيلويي  بورى اوړه دبازار له بيې  څخه دوه سوه افغانۍ په ټيټه بيه پلورل کېږي.
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

Last modified on Thursday, 23 May 2019 04:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.