26 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د نشه يي توکو قضيې په سلو کې پنځوس زياتې شوي دي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه : دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې...

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٤مه نن د چنګاښ ٤مه د کابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ابتداييه محکمې دمهسا دوژنې له عاملانو څخه هر يوه ته دديرش کاله بند حکم صادر کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دغبرګولي پنځمه :
دکورني اوبهرني  امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان درياست ددويمې  حوزې ابتداييه محکمې دکابل دشمال دوه تنه اوسيدونکي ديوې شپږ  کلنې نجلۍ په وژنه کې مجرم بللي دي او هر يويې په ديرش کاله بند محکوم کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، دمهسا دوژنې عاملين نن په يوه قضايي علني غونډه کې محکوم شول .
دخيرخانې د ٢١٥ ساحې اوسيدونکې مهسا چې شپږ کلنه وه دتيرکال دکب دمياشتې په وروستيو وختو کې ددوو تنو ځوانو هلکانو له خوا دهغې دکور له نږدې ساحې څخه وتښتوله .
تښتوونکو دمهسا دخلاصون په بدل کې دهغې له کورنۍ څخه درې سوه زره امريکايي ډالره  غوښتي و . هغه پيسې چې دمهسا کورنۍ دهغو دروکړې قدرت نه درلود . په پاى کې تښتوونکو شپږ کلنه مهسا په زياتې بې رحمۍ  سره ووژله او دهغې مړى يې په يوه جر کې وغورځاوه .
  پوليسو دتښتوونکو په پيژندنې او نيولو بريالي شول او دغو دوو تنو دمهسا په تښتوونې اووژونې اعتراف وکړ .
په پاى کې دغه دوه تنه چې سجاد اقا دسيد اغا زوى او روح الله دنور الله زوى دي په يوه قضايي علني غوڼده کې  حاضر شول .
قضايي هيئت دموظف  څارنوال ددعوا دصورت له اوريدو  او دشاهدانو له احضار وروسته قضيې دتورنو کسانو مدافع وکيل ته وخت ورکړچې خپله دفاعيه  ولولي  ، قضايي هيئت له خبرو او له لازمو څيړنو وروسته دجزا دکود د مادو په پام کې نيولو سره دقضيې  له عاملانو څخه هر يو دديرش کاله بند په مجازاتو محکوم کړ .
دمحکمې  رييس دجزا دکود د ١١٤ مادې دحکم په پام کې نيولو سره اودمجرمينو دعمر دکموالي په دليل  داعدام دحکم صادرول غير عملي وبلله .
قضايي هيئت ټينګار وکړ  چې  دمحکمې حکم  وروستى نه دى او ددعوا لوري کولاى شي داستيناف غوښتنه وکړي .
دغه راز محکمې دمقتول دکورنۍ لپاره حق العبدي دعوا محفوظ  وبلله .
خودقضايي هيئت رييس په ډاکه نه کړه چې مجرمين  دجرم دارتکاب په وخت کې څوکلن و اوکومې  مرجع دهغوى دعمرکموالي تاييد کړى دى .
مدني فعالان اودکابل  ګن شمير اوسيدونکي دمهسا دوژنې په عاملانو داعدام دحکم په اجراکولو باندې ټينګارکوي  .
  ختم- عطاالله_ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.