په سمنګانو کې پنځه سوه بې وزلو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دغبرګولي پنځمه :
دسمنګانو په ولايت کې  په پنځه سوه بې وزلو کورنيو نن خوراکي توکي وويشل شول .
باختراژانس دسيمه ئيز خبريال  دخبرله مخې، درې څلويښت  ټنه خوراکي توکي  چې دقطر هېواد دحلال احمر له خوا دافغاني سرې مياشتې دټولنې په واک کې  ورکړى شوي و دايبکو په ښار کې په پنځه سوه بې وزلو کورنيواو يتيمانو وويشل شول .
دافغاني سرې مياشتې دټولنې دادارې رييس وويل دغو کسانو چې پخوا مستحق پيژندل شوي و  دمرستې خوراکي توکي دافغاني سرې مياشتې  دټولنې دمرستيال ميرويس اکرم په شتون او دقطر هېواد دهلال احمر داستازي علاوالدين  په شتون ترلاسه کړل .
  ختم- ف_ اکرم

back to top