18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دښځو دچارو وزارت : دميندو ځواکمن کول دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دښځو دچارو وزارت د مور دنيکمرغه ورځې په مناسبت په يوپيغام کې ويلي دي چې دميندو ځواکمن کول دپاملرنې  په مرکز کې ځاى لري .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  دښځو دچارو وزارت دمشرتابه  په دې پيغام کې دغبرګولې دمياشتې دڅلور ويشتمې دمور دتاريخي ورځې  درارسيدو له امله ټولو  ميندو په تيره بيا  هغو ميندوته  چې په اوسنيو شرايطو کې يې دخپلو بچيانو  په روزنه او پالنه کې صبر او زغم  ښودلى دى مبارکي ويل شوې ده . په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي چې کورنى دټولنې اصلي رکن جوړوي اوددولت ترملاتړ لاندې ده دولت  دکورنيو په تيره بيا دماشومانو او ميندو دجسمي  روحي سلامتيا دتامينولو  او داسلام دمبين دين له حکمونو سره دمغايرو دودونو دله منځه وړلو لپاره لازم تدبيرونه نيسي .
دغه راز دښځودچارو وزارت ددغه بنسټ دځينو دندو په بيانولو  هم لاس پورې کړى دى او ويلي يې دي چې دکورنيو دتنظيم ،   دکورنيو دمتکفرو ميندو دځواکمن کولو ،  دوړکتونونو دجوړولو اوپراختيا ، دمور دلوړ مقام ددرناوي دفرهنګ درواجولو ،  له اجباري  او له وخت څخه دمخکې ودونو دمخنيوي  دميندو درخصتى  دحق او دنورو ولادي حقوقو له اجرا څخه دڅارنې ، دشيدې ورکوونکو او زيات عمر لروونکو ميندو دحبـس  او حجز دمجازاتودمودې دتخفيف  لپاره دهڅو ، په خوار ځواکى او دوينې په کمښت  داخته ميندو  له روغتيايي  خدمتونو  څخه څارنه داميدواري  په دروان او زيږون په وخت کې دهغوى دميړنې دکمښت او دهېواد له ښځو څخه دملاتړ په لاره کې د خاصو پاليسو او پروګرامونو له تطبيق  څخه دڅارنې  له پروګرامونو  سره ملاتړ ددې وزارت دمکلفيتونو  يوه برخه ده .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.