15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هرات ته د اروپا اتحاديې د چګپوړي پلاوي سفر

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

هرات / باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
په افغانستان کې د اروپا اتحاديې  لوړ رتبه هيئت د هرات ولايت ته سفر وکړ.
په افغانستان کې د اروپا اتحاديې د ټولنيزو چارو مسوول چې د دغه هيئت مشري په غاړه لري؛ د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره په کتنه کې په هرات ولايت کې له زيانمنوونکي قشر سره د ملاتړ په لاره کې د دغې اتحاديې د پروګرامونو او همکاريو  د دوام خبر ورکړ.
د دغه هيئت په ترکيب کې چې د بېلابېلو څانګو استازي شامل دي؛ د سيمه ييزې ادارې له مسوولينو سره د کتنې ترڅنګ د اروپا اتحاديې مرستې به چې په دغه ولايت کې د «هبيتات» او «يونېسف» موسسو له لارې لګول کېږي؛ څارنه وکړي.
د هرات والي له دغه پلاوي سره په کتنه کې په وروستيو کلونو کې د هرات ولايت اقتصادي او صنعتي پروګرامونه بيان کړل او د مناسبو ظرفيتونو د شتون، اقتصادي ثبات او پانګې اچونې ته د خصوصي سکتور علاقمندي د دغو پرمختګونو له عواملو څخه بيان کړل.
رحيمي د فرهنکي حالت په تېره بيا د تاريخي آبداتو د ساتنې د حالت او په دې برخه کې د موجودو ستونزو په بيانولو سره وويل چې د مرکزي ادارو او د نړيوالو موسسو له جدي ملاتړ پرته د فرهنګي برخو د ستونزو لرې کول ناشونى دى.
د دغه هيئت رئيس هم هرات ولايت ته دسفر او د ولايت له مشرتابه سره د کتنې له امله د خوښۍ د څرګندونو په ترڅ کې وويل: د هرات ولايت د هېواد له مهمو او کليدي ولايتونو څخه دى چې د نړيوالو موسسو او د اروپا اتحاديې د پاملرنې په مرکز کې ځاى لري.
په افغانستان کې د يونېسف ادارې رئيس هم ماشومانو ته د مرستې او په تعليمي چارو کې ماشومانو ته د اسانتياوو د برابرولو په خاطر د دغه بنسټ د پروګرامونو يادونه وکړه .
دا په وروستيو کلونوکې هرات ولايت ته، په افغانستان کې د اروپا اتحاديې د نمايندګۍ د چګپوړي هيئت لومړنى سفر دى.
پاى \ سعيده \ ذ

Last modified on Thursday, 13 June 2019 04:12

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.