20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د سوېډن کمېټې روغتيايي...

  باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د باميانو د سيمه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد د خپلواکۍ ساتنه بايد وکړو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د بغلان ولايت يوشمېر اوسيدونکي وايي چې په افغانستان کې د وروستيو څه دپاسه  درېيو لسيزو سياسي بدولونه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په لاره کې زموږ د نيکونو د کارنامو او سرښندنو د هيرولو سبب شوي دي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې (د زمري د ٢۸ مې) درناوى په وروستيو څه دپاسه درېيو لسيزو کې  چې په هېواد کې جګړه دوام لري، پيکه شوې ده.
د غازي امان الله خان په مشرۍ زموږ د نيکونو او پلرونو ميړانې او سرښندنې چې د افغانانو د سياسي هويت ښکارونديې دي؛ د هيرويدو په حال کې دي.
د بغلان ولايت د بنواندراب ولسوالۍ اوسيدونکى٦١کلن عطامحمد وويل: له هغو سياسي او پوځي بدلونونو وړاندې چې په تېرو څه دپاسه درېيو لسيزوکې زموږ په هېواد کې روان دي؛ د بغلان ولايت په مرکز کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه د زمري ٢٨مه، هرکال درې شپې او درې ورځې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د تفريحي غونډو او پوځي قوتونو نندارې ته د وړاندې کولو په مټ ترسره کېدل، خو له بده مرغه له هغه وروسته دغه ورځ په بشپړه توګه هېره شوې ده.
ده له دولت څخه وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په نمانځې سره يو ځل بيا د هېواد د خپلواکۍ او استقلال د لارې د شهيدانو ځلانده  خاطرې د ځوانانو په ذهنونو کې ژوندۍ کړي، څو زموږ ځوانان او راتلوونکي نسل له هغه څخه زده کړه وکړي او هېڅکله ذلت ته تسليم نه شي.
د دهنه غوري ولسوالۍ يو مخور عبدالغفار د پخوانيو جشنونو د نه هېريدونکو خاطرو په يادونې سره وويل: پخوا د زمري ٢٨مه، په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خو زيات وخت کېږي چې د دغه شان جشنونو هيڅ خبر نشته او هېر شوى دى.
دى له دولت څخه غوښتنه کوي چې په شاندارو مراسمو سره د زمري د ٢٨مې په نمانځلو سره زموږ د پلرونو او نيکونو خاطرې، ميړانې او اتلوالۍ ژوندۍ کړي.
پاى \ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.