20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د سوېډن کمېټې روغتيايي...

  باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د باميانو د سيمه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خبــــرتيا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا
د ١٣٩٨ کال د حج ټولوغوښتوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د روان کال د حج د دويم قسط لړۍ د روان کال د غبرکولي په ٢٧مه د دوشنبې په ورځ د پايتخت په ګډون په ولايتونوکې هم په رسمي ډول پيليږي چې د حج ټول لګښت د اهل تسنن حاجي لپاره ٢ زره٧٥٠ امريکايي ډالره او د هر اهل تشيع حاجي لپاره ۲ زره ٨٠٠ امريکايي ډالره تثبيت شوي دي.
له دې امله له ټولوغوښتوونکو څخه چې د ١٣٩٨ کال لپاره يې د لومړي قسط په ورکولو سره نوم ليکنه کړې ده، هيله کېږي چې د دويم او وروستي قسط د تحويلولو لپاره د شته اسنادو او ښودل شويو پيسو سره حاضر شي.
• هغه حاجيان چې لومړى قسط ١٠٠٠ امريکايي ډالره تحويل کړي وي، اوس دې له١٧٥٠ امريکايي ډالرو سره حاضر شي.
• هغوحاجيانو ته چې لومړى قسط ٥٠٠ - امريکايي ډالره تحويل کړي وي، اوس د‎ې له ٢٢٥٠ امريکايي ډالرو سره حاضر شي.
• د اهل تشيع حاجيان به له ياد شويو پيسوڅخه ٥٠  امريکايي ډالره زيات تحويل کړي.
غوښتونکي حاجيان کولاى شي د روان کال د غبرګولي له ٢٧ مې څخه د چنګاښ تر  ١٥ مې پورې د نوبت له سند سره د حاجيانو پڼغالي ته چې د کابل ښار د ملي بس څلور لارې د مرنجان غونډۍ ته څېرمه موقعیت لري، حاضر شي ترڅو اړونده چارې يې په سمه توګه ترسره شي.
له ټولو غوښتوونکو څخه په درنښت هيله کوو چې د دويم قسط په ورکولو سربېره پاسپورټونه هم اړونده چارواکو ته وسپاري او د بايومتريک چارې پاى ته ورسوي، که  نه مسووليت به يې د دوى په غاړه وي.
يادونه: د کابل ولايت د ولسواليو حاجيان دې د کابل او د نورو ولايتونو حاجيان دې په اړوند ښارونو کې د ارشاد، حج او اوقافو رياستونو ته مراجعه وکړي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.