23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختیځ کې د ا تلسو وړو بندونو پروژه پلي کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسعد اباد باختر د غبرګولي ۲۷ مه
په کونړ ولایت کې د اوبو (۱۸) وړوبندونو ترڅنګ د عمراخان لېسې ودانۍ او د اسمار او غازي اباد ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي سړک چارې پېل کېږي.
دغه څرګندونې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دغه ولایت د یو شمېر ادارو له رئیسانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، د کونړ والي په دې کتنه کې وویل، چې د جمهور رېیس ځانګړې پاملرنې په اساس په دغه ولایت کې لسګونه پروژې پیل شوي او په بېلابېلو سکتورنو کې یو شمېر نورې پیل ته چمتو دي.
والي وویل پلازمېنې کابل ته یې وروستی سفر ګټور وو او د لسګونو نوو پروژو منظوري یې اخیستې،هغه وایي هڅه یې داده، چې د امنیت ترڅنګ په حکومتوالۍ‎، پرمختیایي او رغنیزو چارو کې هم دغه ولایت د پرمختللو ولایتونو په لیکه کې راولي
د کتنې په ترڅ کې د کونړ د سیندیزې فرعي حوزې رئیس رشیدالله زلمي د کونړ د والي د هڅو ستایلو ترڅنګ د یادو بندونو جوړېدل د ځمکې لاندې د اوبو تقویې، سرسبزۍ او د ځمکې د خړوب په برخه کې مهمې او ګټورې یادې کړې او د کونړ له والي یې د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه .پای/وصال


 

Last modified on Monday, 17 June 2019 11:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.