14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبلخ او سمنګانو دولايتونو دشاتو دمچيو په خاوندانو دشاتو پنځه سوه صندوقه مچۍ وويشل شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
دکرنې اوبولګولو اومالدارى   وزارت دبڼوالى او مالدارۍ دملي پروګرام له لارې دلومړي ځل لپاره دهېواد په شمال کې په بلخ  او سمنګان  کې  دشاتودمچيو دخاوندانو په ټولنو دشاتو دمچيو دروزنې دصندوقونو او وسايلو دويش بهير پيل کړى دى .
باختراژانس دکرنې اوبو لګولو اومالدارى وزارت دخبرپاڼې له خولې خبرورکړ دکرنې اوبو لګولو اومالدارى وزير نصير احمد دراني بلخ ولايت ته په خپل سفر کې چې ددغه وزارت دبڼوالۍ او مالدارۍ دملي پروګرام رييس محمد عثمان صافي او ددغه وزارت يوشمير نورو مقاماتو يې  ملګرتيا کوله .
په مزارشريف ښار کې دبلخ اوسمنګانو دشاتو دمچيو په سلو تنو خاوندانو دشاتو دمچيو دصندوقونو  او دهغو دروزنې  دوسايلو  دويش بهير پرانست.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ددې پروګرام له لارې په لومړي پړاو کې دشاتودمچيو په شپيتو تنو خاوندانو په بلخ کې  او په څلويښتو تنو نورو په سمنګانو کې چې دشاتو دمچيو دروزنې دټولنو په چوکاټ کې فعاليت کوي دشاتو دمچيو دروزنې صندوقونه  او وسايل وويشل شول .
  ختم- ف _ اکرم

Last modified on Monday, 17 June 2019 13:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.