په جلال اباد کې دپاکستان دقونسلګرۍ په وړاندې دکميشنکارۍ په ګومان ددوو تنو نيول کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه :
دوه تنه  دننګرهارولايت په مرکز جلال اباد ښار کې دپاکستان دقونسلګرۍ په وړاندې دکميشنکارۍ  په ګومان  ونيول شول .
  پوليس وايي  چې دغو دوو تنو له هېوادوالو څخه دپيسو دترلاسه کولو په بدل کې هغوى ته دپاکستاني ويزې  برابرولې .
  درارسيدلو خبرونوله مخې ، له دغوکسانو  څخه دپاکستان په لسګونو پاسپورتونه  ، تذکرې او فورمې  ترلاسه شوي دي .
دننګرهار دپوليسو  يو مقام  باختر اژانس ته وويل  چې دغه کسان په جلال اباد ښار کې دپاکستان قونسلګرۍ ته څيرمه  چايخانه کې په کميشن کاري بوخت و ،  چې ونيول شول .
داپه داسې حال کې ده چې هره ورځ  دهېواد له ختيځ څخه  په زرګونو هېوادوال دويزې دترلاسه کولو  لپاره  په جلال اباد ښار کې دپاکستان دقونسلګرۍ په وړاندې  ليکې جوړوي .
که څه هم دپاکستان  ويزه وړيا ده خو کله چې وينو  ورځو ورځو ته اړتيا ده  چې هغوى په زياتې ستونزې سره  ويزه ترلاسه کوي کميشنکارانو ته  دپيسو په ورکړې  لاس پورې کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 19 June 2019 14:02
back to top