د مور نړيواله ورځ په لوګرکې ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر د غبرګولي ۳۰ مه
د مور نړيواله ورځ پرون په لوګرکې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې د لوګر والي محمد انور اسحاق زي د مور د مقام په باره کې خبرې وکړې او زموږ په ټولنه کې یې د مور مقام ستر وباله.
په غونډه کې د لوګر د ښځو چارو رييسې شيما زرګر او بلقيس سادات په همدې مناسبت د هېواد د لومړۍ مېرمنې او ښځو چارو د وزيرې پيغامونه ولوستل.
په غونډه کې د لوګر يوشمېر دولتي مسوولينو او مخکښو ميندو ګډون کړى و.
پاى \ذ\

back to top