20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د سوېډن کمېټې روغتيايي...

  باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د باميانو د سيمه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو څخه دملاتړ موسسۍ په همکارۍ دښځو اوماشومانو  له روږدېتوب څخه دمخنيوي لپاره مشورتي غونډه په دغه وزارت کې   جوړه شوه .
ددې غونډې د جوړېدو موخه له روږدېتوب څخه دښځو اوماشومانو دمخنيوي  ستراتيژۍ دتدوين په باب  خبرې بلل شوي دي .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دښځو چارو وزارت دپاليسې او مسلکي معينې سپوږمۍ وردګ  په دې  غونډه کې وويل ؛  دزياتې خوشحالۍ ځاى دى  چې په نشه يي توکو  له روږدېتوب څخه دښځو اوماشومانو دمخنيوي لپاره ، دولتي اوخصوصي بنسټونه له  موږ سره همکار دي  اوهغوى دغه ښه نيت ته دقدر په سترګه ګوري.
خو له بده مرغه په ځېنو ولايتونو او مرکز کې  زياتې روږدې ښځى شتون لري چې  داستوګنې ځاى نلري  اوله زياتو ستونزو سره مخامخې دي .
دښځو دچارو په وزارت کې داسې شمېرنې ثبت شوي دي لکه دميرمنې او ميړه بيلتون  چې  يوازينۍ علت يې په نشه يي توکو دميړه روږدېتوب دى .
دښځو دچارو وزارت معينې  له روږدېتوب څخه دښځو دمخنيوي لپاره  دڅارنې ديوه پلان په جوړولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل ؛ چې په  ځانګړي توګه دهېواد په شمال کې  له ښځو څخه ديوې وسيلې په توګه کار اخيستل کېږي  دمثال په ډول  غالۍ اوبدونکى ښځې دخپلې اوبدنې په وخت کې  په خپلو ماشومانو  اپين خوري  چې ماشومان يې داوږدې مودې لپاره وېده وي او دهغوى دکار لپاره مزاحمت ونه شي تر څو ښځې دکورنۍ دنارينه ترقهر او غضب ﻻنې ونه نيول شي .
وروسته برخه والو دښځو اوماشومانو له روږدېتوب څخه دمخنيوي دستراتيژۍ  دتدوين ، له ماشومانو څخه دملاتړ دبهير دتمديد  او دښځو اوماشومانو لپاره له نشه يي توکو څخه دمخنيوي دسترايژي  دپراختيا په باب  خبرې وکړې .
ديادونې وړ ده چې دغه شان غونډه په هرودريو ماشتو کې يوځل جوړېږي. پاى \ف\ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.