په زابل کې د دېرشو ملکي ادارو کارکوونکو ته روزنه ورکول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قلات/باختر/ د چنګاښ ۴ مه
د زابل په مرکز قلات کې د اسلا موسسې له لورې دغو د ېرشو ملکي ادارو مدیرانو او امرانو ته په مالي او تدارکاتي برخو کې درې ورځنۍ روزنه ورکول کېږي.
چارواکي وايي، چې یاد روزنیز پروګرام د دولتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه برابر شوی، چې درې ورځې به دوام وکړي.
په زابل کې د اسلا موسسې مسوول عبدالاحد هوتک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل، چې په دغه پروګرام کې به د د ېرشو بېلابېلو ادارو کارکوونکو ته د مالیې او تدارکاتو په برخو کې روزنه ورکړ شي.پای/وصال

back to top