14 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په تخار کې ديوه ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دتخار درستاق ولسوالۍ ددويم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نننۍ افغانستان اوونيزې مسوول مدير : دژوندانه دچاپيريال ساتنې مسئلو ته بې پروايي ځمکه داور په نغرۍ بدلوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
د نننۍ افغانستان اوونيزې  مسوول مدير عبدالاحد برين مهر پرون دژوندانه دچاپيريال ساتنې  دخبريالانو شبکې په روزنېز ورکشاپ کې وويل:  که چيرې  بشري ټولنه له طبعيت سره ناوړه چلند کوي ، دځمکې کره به  داور په نغري  بدلېږي .
برين مهر په دې ورکشاپ کې دافغانستان دميديوتيک  بنسټ په مټ دڅلورو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شوې وه  دژوندانه دچاپېريال ساتنې  اود ژوندانه ددوام په باب  خبرې وکړې او ويې ويل :  چې نړۍ  دژوندانه دچاپيريال ساتنې بحران ګواښوي  او په زياتو ټولنو کې   دژوند څرخ  دله منځه تللو په حال کې دى .
ده زياته کړه  دنړۍ  صنعتي  قدرتونه دناسالمو سياليو په خاطر دتوليداتو په زياتوالي لاس پورې کوي ، او دغه کار د ژوندڅرخ ته زيان رسولې دى .
برين مهر زياته کړه  چې دغې مسئلې ته نه پاملرنه نړۍ  دله منځه وړلو په لور وړي .
برين مهر دژوندانه دچاپېريال ساتنې دخبريالانو مسووليت او رول ارزښتناک وباله او له خبريالانو څخه يې وغوښتل چې دژوندانه دچاپيريال ساتنې دتخصصي پوهې په زياتولو سره  دژوندانه دچاپيريال ساتنې ګواښوونکي عوامل  وپېژني او دهوا دککړتيا دکمښت او دهغو دخطرونو  دمخنيوي په لاره کې خلکو ته پوهاوي ورکړي .
  ختم_ ج _ اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.