د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس د ډاډګېرنې اوخواخوږۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
په خواشینۍ سره خبر شوم چې لیکوال او خبریال عاشق الله یعقوب د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
مرحوم یعقوب د خبریال، لیکوال او ژباړن په توګه په خپلو ارزښتناکو هلو ځلو، لیکنو او اثارو سره د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د ځوانانو د ذهنونو د روښانولو او سوله ییز ژوند ته د سوق کولو په برخه کې ارزښتناکې هلې ځلې وکړې. مړینه یې یوه ضایعه ده.
د مرحوم عاشق الله یعقوب کورنۍ، دوستانو، علاقمندانو او د هېواد لیکوالو او ژورنالیستانو ته د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.پاى- ع

 

Last modified on Tuesday, 09 July 2019 13:50
back to top