په جوزجان کې ١٠٠ کورنۍ مرسته ترلاسه کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په جوزجان کې د وروستیو سیلاوونو د راوتلو له امله ١٠٠ زیانمنو شويو کورنيو نن خوراکي توکي او نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د باختر آژانس د سیمه یيزخبریال د خبرله مخې: يادې کورنۍ چې د سیلاوونو د را وتلو له امله زیانمنې شوې وې؛ له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي دارې مرسته چې اوړه، غوړي، شړۍ پکې شاملې دي؛ ترلاسه کړه او پر هرې کورنۍ ۱۵۰۰۰ نغدې پیسې هم ووېشل شوې.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي د طبیعي پېښو زیانمنو شويو ته د ملی وحدت حکومت د همیشنۍ پاملرنې مننه وکړه.
ویل کېږي په جوزجان کې د روان کال په سیلاوونوکې څه نا څه ۸۰۰ کورنۍ زیانمنې  شوې دي.
ختم/ع

back to top