کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په فارياب کې د څښاک اوبو ٢١ څاګانې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
د فارياب والي ډاکتر نقيب الله فايق د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ژورې او نيمه ژورې څاګانې د پرمختيايي شوراګانو د ولسي تړون د ملي پروګرام له بودجې څخه د څه دپاسه اوو ميليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په پنځو ولسواليوکې د سيمې د خلکو د اړتياوو له مخې کيندل شوې دي.
ويل کېږي په دغو ولسواليوکې زرګونه کورنۍ د دغو څاګانو له اوبوڅخه ګټه اخلي.
ختم- سعيده -اکرم