25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د باميانو د مستوفي په توګه د يوې ښځې ګومارل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
حليمه راه پيما د باميانو د نوې مستوفي په توګه نن د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شوه او کار يې وکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د باميانو ولايت ټولنيزې مرستيالې لطيفې محسني، حليمه راه پيما چې په وروستيوکې د باميانو مستوفي ټاکل شوې ده، د دې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندله.
لطيفې محسني د مستوفيت اداره د پرمختيايي پروګرامونو او پروژو په پلي کولو کې يو له کليدي او مهمو بنسټونو څخه وباله او د باميانو د سيمه ييزې ادارې د رهبرۍ  د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او د مستوفيت ادارې د کارکوونکو پر همکارۍ او همغږۍ باندې هم ټينګار وکړ.
د باميانو نوې مستوفۍ حليمې راه پيما د رپوټ ورکولو منظم سيستم، د اوسني حالت دقيقه مطالعه، د ولايت په مالي چارو پورې د اړوندو قوانينو تطبيق او اجرا کول، د مراتبو د لړۍ د اصل رعايتول، په دقيقه او سمه توګه د بوديجو اجرا کول، د عوايدو راټولول، د ماليه ورکوونکو پېژندنه او له اداري فساد سره مبارزه د خپل ډېر مهم پروګرامونه او کاري  موخې وبللې او دغو موخو ته د رسېدو لپاره يې د ولايت د مقام او نورو ادارو د مسوولينو او د مستوفيت د کارکوونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه .
د باميانو نوې مستوفۍ حليمې راه پيما مخکې له دې د بادغيس دښځوچارو رييسه وه.
ختم-عطاالله-اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.