_ کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د ميوو د ساتنې لپاره دوه سړې خونې پرانستلې .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د کرنې او اوبولګولو وزارت د اوبو لګولو او د طبيعي زيرمو معين حشمت الله غفوري پرون د دغو سړو خونو د پرانستلو په مراسمو کې وويل: يادې خونې د دېرش ميټريک ټنو په ظرفيت د مېوو د صادراتو د تنظيمولو په مقصد جوړې شوې دي څو د صادراتي ميوو د ضايع کېدو او خوسا کېدو مخه ونيول شي .
غفوري زياته کړه: چې دغه سړې خونې د څوارلسو مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي .
هغه له ټولو پانګه والو او له خصوصي برخې څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له موږ سره همکارى وکړي ځکه د سړو خونو له جوړولو وروسته موږ هغه خصوصي برخې ته سپارو .
غفوري دغه راز زياته کړه چې اوس په ټول هېواد کې درې زره اوولس سړې خونې فعالې دي چې زياتره يې په وروستيو پنځو کلونوکې جوړې شوې دي.
د هغه د څرګندونوله مخې، د کرنې او اوبولګولو وزارت په کابل او نورو ولايتونوکې د پنځه سوه ټنو په ظرفيت د دولسو سړو خونو د جوړولو پروګرام طرحه او ډيزاين بشپړه کړې ده او ډير ژر به د هغو د جوړولو کار پيل شي .
په همدې حال کې د ماليې وزارت د ګمرکونو لوى رييس احمد رشاد پوپل د دغوسړو خونو جوړول د هېواد د پرمختګ په لاره کې اغيزمن ګامونه وبلل او ويې ويل: د دغوسړو خونوجوړول د دې زمينه برابروي چې افغانستان خپله تازه ميوه د نړۍ مارکيټونو ته صادر کړي .
هغه ټينګاروکړ چې د هېواد سوداګرو اوپانګه والو ته ښه فرصت برابر شوى دى او دولت هلې ځلې کوي چې د پاليسو په پام کې نيولو سره صادروونکو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي .
دغه راز د سوداګرۍ د خونو د پاليسۍ مرستيال شفيق الله عطايي وايي چې تازه ميوه او سابه د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه دي .
دغه دوه سړې خونې د کرنې او اوبولګولو وزارت د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې په همکارۍ جوړې کړې دي .
ختم_ ج _اکرم