په پکتیا کې د ناکو د بڼونو پراختیا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قلات\باختر\ د چنګاښ ٢٣ مه
د پکتیا د ناکو بڼونه د پراختیا په حال کې دي .
دوه کاله مخکې د کرنې د کار پوهانو له څېړنې ښکاره شوه چې د پکتیا  اب او هوا د ناکو د تولید لپاره برابره ده له هغه وروسته په دغه ولایت کې د نمونې په توګه بڼونه جوړ شول.
له دوو کلونو وروسته دغه بڼونه ثمر ته رسیدلي او سږکال له خوندورو ناکو ډک شوي دي .
د کرنې وزارت یو مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې دوی هڅه کوي څو په پکتیا کې د ناکو بڼونو ته پراختیا ورکړي .
هغه وویل: دوی په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د پکتیا په شاوخوا سیمو کې د ناکو نوي بڼونه جوړ کړي.
په دې سره بڼوالو هم ښه حاصل ته په پاملرنې سره په پکتیا کې د ناکو د زیاتو بڼونو جوړولو ته مخه کړې ده.
عبدالغفار یو بڼوال دی، دی وایي: ورور یې دوه کاله مخکې د کرنې وزارت په مرسته د ناکو نیالګي د بڼ په یوه برخه کې کینول او اوس دغه نیالګي په سترو ونو بدل شوي دي.
دغه بڼوال وایي چې راتلونکي کال لپاره په پام کې لري چې د ناکو درې بڼونه جوړ کړي څو ډیره ګټه وکړي .
د پکتیا  مېوې د هېواد داخلي او بهرنیو بازارونو ته صادرېږی .
ټاکل شوې ده، د پکتیا ناک هم دغو بازارونو ته صادر شي
.سعیده

back to top