18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره د مبارزې د بنسټونو د همغږۍ ملي کنفرانس جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه :  
د لويې څارنوالۍ ادارې نن د ښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره د مبارزې بنسټونو  د همغږۍ کنفرانس په کابل کې جوړ کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت  لوى څارنوال
څارنپوه فريد حميدي د کنفرانس د کار په پيل کې د سلا مشورې او  ګډ کار د ارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل: جلا کار موږ هدف ته نه رسوي، نو له همدې امله  د لويې څارنوالۍ ادارې د اړوندو بنسټونو د همغږۍ کنفرانس جوړ کړ چې دهغو بېلابېلو بنسټونو ترمنځ چې د کورنۍ د حقوقو د ټينګښت او د هغوى د ملاتړ او عدالت د پراختيا لپاره کار کوي؛ همغږي رامنحته کړي.
حميدي هيله څرګنده چې د افکارو په تبادلې او د نظريو په راټولولو سره کولاى شي د ښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره د مبارزې په لاره کې د حل اغېزمنې لارې      پيدا کړي.
د جمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش هم د تاوتريخوالي د عواملو په
باب خبرې وکړې او ويې ويل: ښځې د ټولنې نيمايي تشکيلوي او که چېرې نيم وګړي
له ښې ژوندانه څخه برخمن نه وي؛ ټولنه ناروغه او فلج ده. هغه د تېرو کلونو په نسبت د تاوتريخوالي د شمېر زياتوالى خطر ناک وباله .
دانش زياته کړه: سره له دې چې د تاوتريخوالي عوامل زيات دي او د اقتصادي، فرهنګي، ټولنيزو، د پوهاوي د ټېټې کچې او د ناوړو دودونو په مسئلو نه شو کولاى         سترګې پټې کړو، خو د حکومت د مسوول شخص په توګه نه شو کولاى عدالت او  امنيت ته د ښځو په نه لاسرسي سترکې پټې کړو.
د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري د دغو بنسټونو د ګډ کار د ګټو په اړوند خبرې وکړې   او ويې ويل: د ښځو چارو وزارت د اړوندو بنسټونو د منظم کار د پرمخ بيولو لپاره يو ګډ ډېټابېس  جوړ کړى دى چې دغه بنسټونه کارونه په همغږۍ سره پرمخ يوسي.
ټاکل شوې ده چې په دغه څلور ورځني کنفرانس کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه له تاوتريخوالي سره د مبارزې څارنوالان د هغو ملي او نړيوالو بنسټونو له استازو سره  چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په موخه کار کوي؛ خپلې نظريې او تجربې سره شريکې کړي.   
پاى \ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.