په ننګرهار کې د دوو ښونځیو لپاره ودانۍ رغول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
په ننګرهار کې د څه د پاسه ديارلس ميليونو افغانيو په لګښت د دووښونځیولپاره ودانۍ رغول کېږي.
چارواکي وايي چې د دغو ودانيو په جوړولو سره به څه ناڅه دوه زره زده کونکې نجونې او هلکان مناسبې درسې فضا ته لاسرسی ومومي.
د ننګرهار د پوهنې  د ادارې یوه مسوول  باختراژانس ته وویل، چې يادې ودانې په دوو پوړونو کې رغول کېږي.
په دغو ودانیو کې ادارې، درسي او لابراتوارخونې او کتابتون په پام  که نیول شوي دي .
د ننګرهار د پوهنې دغه مسوول وايي، چې د دغه تاسیساتو په جوړولو سره دوه زره زده کونکي نجونې او هلکان د درسي مناسبې فضاته لاسرسي مومي .
تراوسه پورې د دغو ښونځیو زده کوونکي د درسي خونو د کموالي له امله تر شنه اسمان لاندې او په خېمو کې زده کړه کوي.
ختم - ع

 

back to top