په بغلان کې زرګونو کورنيو د څښاک اوبو ته لاسرسى وموند

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
په بغلان کې د څښاک د اوبو دولس څاګانې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
دغه څاګانې د ګلوبل پارتز موسسې د بغلان د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست په همغږۍ د مرکزي بغلان، دوشي ولسواليو او د بالا دوري، بابا نظر، د سولې ښارګوټي او د پلخمري ښار په مربوطاتو کې  کېندل شوې دي.
ويل کېږي يوه بله ژوره څاه هم د اويا مترو په ژورتيا د دوشي ولسوالۍ  د کيله ګې په مربوطاتو کې کيندل شوې ده.
د بغلان د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د برخې مسوول شاه محمد هوفياني د ساري ناروغيو په تېره بيا د ماشومانو ترمنځ د نس ناستې، کانګې، کولرا او د محرقې  د ناروغيو د له منځه وړلو په لاره کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسى  مهم او اساسي وباله اود دغو ناروغيو په مخنيوي يې ټينګار وکړ .
  ختم_ شکريه_ اکرم

Last modified on Monday, 15 July 2019 13:26
back to top