13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد...

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه / باختر د ښارجوړولو او ځمکو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

واسطه لرونکي خلک به د رسنيو په وړاندې افشا شي!

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محمد فهيم هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د مشتریانو د خدمتونو مرکز د بېلابېلو څانګو څخه په کتنه کې د دغه شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې بايد ژمن و اوسي.
هغه راز زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مشرتابه د کارکوونکو د صادقانه کار ملاتړ کوي، د هیڅ شخص حق باید ضایع نه شي او په کاري وخت کې دې په جدي توګه عدالت پلی شي.
هاشمي زیاته کړه، چې د مکافاتو او مجازاتو سیستم به په جدي توګه عملي کېږي او هر شخص چې واسطه وکړه د رسنيو پر وړاندې به له خلکو سره شريکېږي.
په پای کې هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د پراختيا او ودې په موخه ژمنه وکړه، ددغه شرکت د مسؤولينو له هڅو او کارونو مننه وکړه او د شرکت د پرمختګ لپاره يې د ګټورو ګامونو اخیستلو په موخه له ټولو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. پاى\فضل واحد

 

Last modified on Monday, 15 July 2019 13:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.