15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اهل هنود شل جريبه ځمکه دغاصبانو له منګولو څخه واخستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
په ننګرهار کې د اهل هنود  شل جريبه ځمکه  له کلونو وروسته د غاصبانو له منګولو واخستل شوه.
دغه ځمکه په سره رود ولسوالۍ کې موقعيت لري او له سيمه ييزو مسوولانو د هلوځلو او امنيتي مامورانو په همکارۍ د غاصبانو له منګولو واخستل شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختراژانس خبريال ته وويل، چې په ننګرهار کې د اهل هنود اوسيدونکو د نورو ځمکو د بېرته اخستلو لپاره هلې ځلې دوام لري .
په همدې حال کې اهل هنود هم خوښ دي چې له کلونو وروسته يې خپلې  ځمکې ترلاسه کړې، خو وايي چې لا تراوسه پورې يې زياتې نورې ځمکې هم دغاصبانو په واک کې دي.
  ختم_سعيده _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.