په تخارکې په يو واټ کريړ اچول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د تالقانو ښار د ده باشي د کلي په سړک د کريړ اچولو کار پرون پيل شو.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا د پروګرامونو آمر انجنير نصرت الله د باخترآژانس  خبريال ته وويل، چې دغه سړک د څه د پاسه درې نيم کيلومترو په اوږدوالي او  څلورنيم مترو په سور د ماليې وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه لسو ميليونو  افغانيو په لګښت په شپږو مياشتو کې رغول کېږي .
دغه سړک د ده باشي کلى  د تالقانو  او د نمک آب له عمومي واټ سره نښلوي چې په تګلوري کې ١٦پلګي   څه د پاسه  ٥٠٠ متره استنادي ديوال او سيلبرونه هم رغول کېږي.
پاى \ج\ ذ


 

Last modified on Tuesday, 16 July 2019 12:47
back to top